51 علمي مقالې

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو مهاجرت لاملونه، پایلې او حل لارې

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو  د مهاجرت د لاملونو، پایلو او حل لارو تر سرلیک لاندې ملي کنفرانس، چې څه موده وړاندې د سلام پوهنتون په هڅو جوړ شوی و، علمي لاسته راوړنې یې د سلام پوهنتون د ژورنال له لوري په انلاین بڼه خپرې شوې.

په دې ژورنال کې د یاد کنفرانس ۵۱ علمي مقالې شاملې دي، چې د هېواد د بېلابېلو لیکوالانو له خوا په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل شوې دي. یادې مقالې د مهاجرت د بېلابېلو اړخونو هر اړخیز علمي تحلیل وړاندې کوي.

د مطالعې مینه‌وال او څېړونکي کولای شي د ورکړل شوي لینک له لارې دغه مقالې ډاونلوډ او یا هم په انلاین ډول ولولي.

https://journal.salam.edu.af/index.php/online/ps