د سلام پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال د فارغانو د فراغت مراسم تر سره شول!
د سلام پوهنتون د ۱۴۰۴ هـ ش کال د فارغانو د فراغت او دعا پرتمینه غونډه د استاد صفتالله کوټوال په ویاندویۍ او د فارغ محصل عبدالباري ابراهیمي په خوږ تلاوت سره پیل شوه.
په دې مراسمو کې د سلام پوهنتون رییس، پوهنوال دوکتور مصباحالله عبدالباقي، په زړه پورې او ارزښتمنه وینا وکړه. نوموړي د علم پر مقام او ارزښت رڼا واچوله او یادونه یې وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل د علم د زیاتوالي دعا کولو سپارښتنه کوله. هغه علم د پرمختګ یوازینۍ وسیله وبلله، فارغو محصلینو ته یې د فراغت مبارکي وویله او هغوی یې لا زیات تحصیل، هڅو او کوښښونو ته را و بلل.
ورپسې د اقتصاد پوهنځي رییس، ښاغلي دوکتور عبدالله صادق، لنډه خو اغېزمنه وینا وکړه. وروسته د فارغانو د والدینو په استازیتوب محترم استاد محمد یونس ابراهیمي خبرې وکړې. نوموړي د خوښۍ او ویاړ ترڅنګ له سلام پوهنتون، د پوهنتون له رییس، استادانو او ټول اداري ټیم څخه مننه وکړه او د خپل زوی په ګډون یې ټولو فارغانو ته د بریا مبارکي وویله.
په پای کې د محصلینو په استازیتوب د اقتصاد پوهنځي فارغ ابرارالله شینواري وینا وکړه، او دغه پرتمینه غونډه د فراغت د کېک په پرې کولو سره په خوښۍ او دعا پای ته ورسېده.