په سلام پوهنتون کې د دعوت او ارشاد د آمر د درناوي غونډه ترسره شوه!
په سلام پوهنتون کې د دعوت او ارشاد د محترم آمر د درناوي په پار ځانګړې غونډه ترسره شوه. د لوړو زدهکړو وزارت د پرېکړې له مخې، د سلام پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، مولوي حضرت محمد حقاني، له یاد پوهنتون څخه تبدیل او پر ځای یې مولوي اعجازالحق محمدي د نوموړي د دندې لپاره وټاکل شو.
په دې غونډه کې د سلام پوهنتون محترم رییس، پوهنوال دوکتور مصباحالله عبدالباقي، نوي ټاکل شوي آمر مولوي اعجازالحق محمدي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ځوان نسل د روزنې، فکري ودې او سالم لیدلوري په اړه خبرې وکړې. نوموړي همدارنګه په سلام پوهنتون کې د مولوي حضرت محمد حقاني د خدمتونو ستاینه وکړه او د هغه هڅې یې د قدر وړ وبللې.
ورپسې د دعوت او ارشاد پخواني او اوسني آمرانو خپلې لنډې څرګندونې وکړې او په سلام پوهنتون کې یې خدمت د ځان لپاره د ویاړ ځای وباله.
د غونډې په پای کې د سلام پوهنتون له لوري مولوي حضرت محمد حقاني ته د غوره خدمتونو د قدردانۍ په پار ستاینلیک او ډالۍ ورکړل شوه. د درناوي دغه غونډه چې د دوو علماوو د مقام او خدمتونو د ستاینې لپاره جوړه شوې وه، په دعا سره پای ته ورسېده.