سلام پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ۱۴۰۴ کال د فارغانو د فراغت غونډه ترسره کړه

سلام پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ۱۴۰۴ کال د فارغانو د فراغت غونډه ترسره کړه
سلام پوهنتون په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي ګڼ شمېر محصلان له بریالۍ څلور کلنې زده‌کړې وروسته فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
د فراغت دغه شانداره غونډه د سلام پوهنتون د محصلانو او فرهنګي مدیریت په هڅو او زیار چمتو شوې وه، چې پکې د کمپیوټر ساینس پوهنځي ګڼو فارغو محصلانو ته د فراغت ستاینلیکونه ورکړل شول.
غونډه د قرآن کریم په سپېڅلي تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د سلام پوهنتون محترم رئیس، پوهنوال دوکتور مصباح الله عبدالباقي، د ګټورې او د علم په ارزښت سنبال وینا له لارې فارغانو ته د علم، اخلاقو او ټولنیز مسؤولیت پر ارزښتونو ټینګار وکړ.
وروسته فارغو محصلانو د خپل څلور کلن تحصیلي سفر، هڅو، لاسته راوړنو او خاطرو په اړه په زړه پورې خبرې وکړې او د استادانو او کورنیو له ملاتړ څخه یې مننه څرګنده کړه.
په دغه غونډه کې د فارغو محصلانو د کورنۍ غړو هم ګډون کړی و. همدارنګه د فارغانو په ویاړ یو ښکلی او ځانګړی کېک چمتو شوی و، چې د محصلانو له لوري پرې شو او په ټولو ګډونوالو ووېشل شو.
دغه غونډه د خوښۍ او ویاړ په فضا کې پای ته ورسېده او فارغان د نوي تحصیلي او مسلکي ژوند پر لور د پیاوړو ارادو سره روان شول.

May be an image of one or more people