د سلام پوهنتون د عربي ژبې د څانګې د استادانو غونډه
نن ورځ، د لړم د میاشتې په ۲۲ نېټه، د سلام پوهنتون د عربي ژبې څانګې د استادانو ترمنځ یوه مهمه غونډه ترسره شوه.
دغه غونډه د عربي ژبې د دیپارتمنت د آمر، استاد طارقالله مخور، په مشرۍ وشوه.
په غونډه کې د تدریس د بهیر د لا ښهوالي، د علمي کیفیت د لوړولو، او د ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې او ګټور بحثونه وشول.
د عربي ژبې څانګه د خپلو استادانو په ګډو هڅو سره د تدریس د معیار د پیاوړتیا او د زدهکوونکو د لا پرمختګ لپاره خپلو علمي هڅو ته دوام ورکوي