د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګوني او فرصتونه

نویسندگان

  • نورالله حقمل روزګان د لوړو زده کړو مؤسسه نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n7.2025

کلمات کلیدی:

افغانان, کډوالي, فرهنګ, فرصت

چکیده

په دې مقاله کې د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ  ساتنه؛ ننګونې او فرصتونو اړوند موضوعاتو را سپړل سوې دي، چې کډوالي څه ته ویل کیږي او د کډوالۍ پر مهال  افغان وګړي کومې فرهنګي ننګوني او فرصتونه لري. ددې   څیړنی اهمیت په دې کې دی، چې لوستونکو ته په لنډ ډول د افغان کډوالو ستونزې ور  وپیژنی او تر څنګ یې  حل لاری هم ورته په ګوته کړې، دا چې افغانستان تقریباً دا پنځه لسیزي کیږي د جنګ میدان پاته سوی دی، نو ځکه یې وګړي د لوی  شمیر ګډوالۍ شاهدان دي. په کډوالۍ کې ځیني وخت داخلي بیځایه کېدنه رامنځته کیږي او کله نورو هیوادونو ته تر سره  کیږی؛ نو د کډوالۍ پر مهال دا یوه حتمي خبره ده، چې د کډوالو  فرهنګ یو ډول نه ډول تر اغیزلاندې راځي، خو تر څنګ یې یو  شمیرفرصتونه هم رامنځته کیږي. ددې لپاره چې اړوند ننګوني او فرصتونه په ګوته او  وپیژندل سي؛ د همدې مقالې په  منځپانګه کې تر یوې  اندازې را شپړل سوې دي، چې همدې مقالې موخه یا هدف ترې څرګندیږي. نو موړې موخي د تر لاسه کولو لپاره مې د څېړنې د کتابتوني ډول  له لارې د لیکوالو بېلابېل کتابونه او مقالې ولوستلې او یاده څېړنه مې  د تشریحي کړنلاري په مرسته تر سره کړه.

دانلودها

چاپ شده

2025-06-29

نحوه استناد به مقاله

د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګوني او فرصتونه. (2025). Salam Academic Journal, 10(17), 113-125. https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n7.2025