د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګوني او فرصتونه
##semicolon##
https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n7.2025##semicolon##
افغانان##common.commaListSeparator## کډوالي##common.commaListSeparator## فرهنګ##common.commaListSeparator## فرصت##article.abstract##
په دې مقاله کې د کډوالۍ پر مهال د افغان فرهنګ ساتنه؛ ننګونې او فرصتونو اړوند موضوعاتو را سپړل سوې دي، چې کډوالي څه ته ویل کیږي او د کډوالۍ پر مهال افغان وګړي کومې فرهنګي ننګوني او فرصتونه لري. ددې څیړنی اهمیت په دې کې دی، چې لوستونکو ته په لنډ ډول د افغان کډوالو ستونزې ور وپیژنی او تر څنګ یې حل لاری هم ورته په ګوته کړې، دا چې افغانستان تقریباً دا پنځه لسیزي کیږي د جنګ میدان پاته سوی دی، نو ځکه یې وګړي د لوی شمیر ګډوالۍ شاهدان دي. په کډوالۍ کې ځیني وخت داخلي بیځایه کېدنه رامنځته کیږي او کله نورو هیوادونو ته تر سره کیږی؛ نو د کډوالۍ پر مهال دا یوه حتمي خبره ده، چې د کډوالو فرهنګ یو ډول نه ډول تر اغیزلاندې راځي، خو تر څنګ یې یو شمیرفرصتونه هم رامنځته کیږي. ددې لپاره چې اړوند ننګوني او فرصتونه په ګوته او وپیژندل سي؛ د همدې مقالې په منځپانګه کې تر یوې اندازې را شپړل سوې دي، چې همدې مقالې موخه یا هدف ترې څرګندیږي. نو موړې موخي د تر لاسه کولو لپاره مې د څېړنې د کتابتوني ډول له لارې د لیکوالو بېلابېل کتابونه او مقالې ولوستلې او یاده څېړنه مې د تشریحي کړنلاري په مرسته تر سره کړه.