##archive.archives##
-
Salam Academic Journal
##issue.vol## 1 ##issue.no## 1 (2011)د سلام علمي ژورنال د تاسیس پرېکړه، د یو شپږ میاشتني څېړنیز مجلې په توګه، د ۱۳۸۹ هـ ش کال د منی په موسم کې د سلام پوهنتون د عالي ادارې په یوه ناسته کې وشوه. د سلام ژورنال لومړۍ ګڼه د ۱۳۹۰ هـ ش کال د پسرلي په موسم کې، په ۱۶۲ مخونو او د وزیري په قطع کې چاپ او خپره شوه. د مجلې مسؤل مدیر (سردبیر) پوهندوی شفیقالله امین، او د تحریر مدیر یې پوهنوال ډاکټر مصباحالله عبدالـباقي وو، چې دواړه د سلام پوهنتون د کادر غړي او د لوړو علمي سندونو څښتنان وو.
سربېره پر دې، د بېلابېلو علومو اته تنه متخصصین، د سلام پوهنتون له دننه او بهر څخه، د مجلې د تحریر د هیئت غړیتوب درلود. د سلام ژورنال لومړۍ ګڼه یوه سریزه او شپږ علمي مقالې درلودې، چې په پښتو، دري او عربي ژبو لیکل شوې وې، او د هغه وخت د افغانستان علمي ټولنې له لوري په تود هرکلي ومنل شوې. له دوهمې ګڼې وروسته، د انګلیسي ژبې مقالې هم د سلام ژورنال د محتوا برخه وګرځېدې.
علمي اعتبار او لاسته راوړنې:
د مجلې اداره له تاسیس سره سم د رسميت د ترلاسه کولو هڅه پیل کړه، خو د ځینو سختو او غیرواقعي مقرراتو له امله دا بهیر ځنډېدلی و. تر دې چې، د ټولو شرطونو او اصولو تر پوره کولو وروسته، د سلام علمي ژورنال د ۱۴۰۱ هـ ش کال د جوزا په ۱۸مه نېټه، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت څخه د رسمي علمي اعتبار سند ترلاسه کړ. له همدې نېټې وروسته، د مجلې ټولې خپرې شوې مقالې رسمي علمي ارزښت لري او د لیکوالو د علمي ارتقا سبب ګرځي.له تاسیسه تر اوسه پورې، د سلام علمي ژورنال ۱۵ ګڼې، په ۱۱ ټوکونو کې خپرې شوې دي، چې د خپرو شویو مقالو ټولیز شمېر ۷۵ مقالې ته رسېږي. د نورو مقالو ترڅنګ، د سلام علمي ژورنال افتتاحیه مقاله ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې د افغانستان ستراتیژیک او برخلیک ټاکونکي موضوعات تر بحث لاندې نیسي او له هغه سره یو ځای، د هېواد د مهمو مسایلو په اړه د پالیسي جوړونې وړاندیزونه د چارواکو او پالیسي جوړونکو مخې ته ږدي.