په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې

نویسندگان

  • دکتور مصباح الله عبدالباقی پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده
  • فتیح الله احدی پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده
  • عطاءالحق انس پوهنتون سلام‎) image/svg+xml نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.SecondRound.Issue.7.n6.2025

کلمات کلیدی:

افغان کډوال, سیاسي اغېزې, امنیتي اغېزې, اجباري راستنول, سیاسي فعالیتونه, نظامي فعالیتونه

چکیده

په بهرنیو هېوادونو کې زیات شمېر افغان کډوال ژوند کوي، چې د بېلابېلو لاملونو له امله کډوالۍ ته اړ شوي دي، خو بنسټیزه پوښتنه دا ده چې دا افغان کډوال چې په بهرنیو هېوادونو کې شتون لري په افغانستان باندې څه سیاسي او امنیتي اغېزې لري؟ همدا موضوع په دې څېړنه کې څېړل شوی ده، د څېړنې میتود تاریخي یا استردادي دی، دا د سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو د څېړلو لپاره یو مهم او مناسب میتود دی، د څېړنې پایلې په ګوته کوي چې لکه څرنګه چې په تیر تاریخ کې په بهرنیو هېوادونو کې د افغانو کډوالو شتون پر هېواد زیاتې اغېزې درلودې همدا راز به یې په اوسنیو شرایطو کې هم ولري، له دې اغېزو څخه ډېرې مهمې اغېزې سیاسي او امنیتي اغېزې دي، دا اغېزې یو څه مثبت اړخونه هم لري خو منفي اړخونه یې غالب دي، په پای کې په دې ټینګار شوی چې د کډوالۍ دا پدیده د هېواد لپاره یوه منفي پدیده ده نو لازمه ده چې باید هواره کړی شي او د هوارولو تر ټولو بنسټیزه لار یې دا ده چې د کډوالۍ هر ډول لاملونه له منځه یوړل شي.

دانلودها

چاپ شده

2025-06-29

نحوه استناد به مقاله

په بهرنیو هېوادونو کې افغان کډوال او پر هېواد یې سیاسي او امنیتي اغېزې. (2025). Salam Academic Journal, 10(17), 92-112. https://doi.org/10.64104/v10.SecondRound.Issue.7.n6.2025