بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه او حل لارې يې

نویسندگان

  • نامزد پوهینار انعام الله میاخیل Laghman University image/svg+xml نویسنده
  • پوهنوال دوکتور رحیم الله ځیرک دانشگاه کابل image/svg+xml نویسنده
  • ډاکټر امان الله اسلمي د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) نویسنده

DOI:

https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n2.2025

کلمات کلیدی:

بهرني هېوادونه, افغانان, کډوالي, ټولنیز لاملونه, اقتصادي ستونزې, د کار نشتولی

چکیده

کډوالي په نننۍ نړۍ کې یوه نړیواله پېژندل شوې پدیده ده، چې افغانستان هم ترې مستثنا نه دی. په تېرو څو لسیزو کې د ناامنۍ، اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، ټولنیزې ناخوالې او نورو عواملو له امله ګڼ شمېر افغانان اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي. د دې موضوع څېړنه له دې اړخه ارزښت لري، چې د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه روښانه، د ټولنیزو ستونزو او کډوالۍ ترمنځ اړیکه وارزول شي، د مخنیوي ممکنه حل‌لارې موندلو ترڅنګ د حکومت او نړیوالو ادارو رول تحلیل شي. د دې څېړنې موخه دا ده، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ    د ټولنیزو  لاملونو  د  پېژندلو   سربیره د ټولنیزو لاملونو او کډوالۍ ترمنځ اړیکه وارزول شي. د کډوالۍ د مخنیوي لپاره ممکنه ټولنیزې حل‌لارې په ډاګه او د کډوالۍ په راکمولو کې د حکومت او نړیوالو ادارو رول وڅېړل شي. دا څېړنه د کمیتي (Quantitative) او تشریحي-تحلیلي (Descriptive-Analytical)  بڼه  ده، چې د سروې مېتود پر بنسټ ترسره شوې ده. معلومات د Google Form له لارې د یوې جوړې شوې پوښتنپاڼې په مرسته راټول شوي، چې ۲۱۵ ګډونوالو یې ځواب ویلی دی. دغه څېړنه دې بنسټي پوښتنې ته ځواب وايي، چې بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ لاملونه او حل لارې څه دي. د څېړنې موندنې ښيي، چې د افغانانو د کډوالۍ بنسټیز لاملونه اقتصادي ستونزې، بې‌کاري،  شخړې، ټولنیزې نابرابرۍ، د کاري فرصتونو نشتوالی، اداري فساد او رشوت، ټولنیز مشکلات او روغتیایي خدمتونو ته نه‌لاسرسی دي. د حل لارو په برخه کې  ډېری ګډونوالو د اقتصادي، اداري، تعلیمي او روغتیایي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار کړی دی او ځیني نورو ګډونوال د کاري فرصتونو ایجاد  بنسټیز حل بولي. څېړنه په ټوله کې دا څرګندوي، چې که مناسبه اقتصادي، اداري او ټولنیزه فضا رامنځته شي، ۹۱.۱۶٪ خلک به د کډوالۍ اړتیا ونه لري. دا موندنې د دې اړتیا جوتونه کوي، چې د کډوالۍ د مخنیوي لپاره باید  بنسټیز اصلاحات، د فساد پر ضد اقدامات، د کار زمینې برابرول، د خصوصي سکتور ملاتړ، د مسلکي زده کړو پراختیا او د ټولنیز عدالت تأمین ته جدي پاملرنه وشي.

دانلودها

چاپ شده

2025-06-29

نحوه استناد به مقاله

بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو د کډوالۍ ټولنیز لاملونه او حل لارې يې. (2025). Salam Academic Journal, 10(17), 17-38. https://doi.org/10.64104/v10.Issue.17.n2.2025