د افغانستان څخه د مغزونو د تېښتې لاملونه او په داخل کې د مسلکي کدرونو د ساتلو استراتیژۍ: څو‌ سکتوريز ليدلوری

##article.authors##

  • عزت الله زهیر سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • پوهنمل ډاکټر عبدالله صادق سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • اسدالله سروبی سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n49.2025

##semicolon##

د مغزونو تېښته##common.commaListSeparator## مسلکي کډوالي##common.commaListSeparator## سياسي بې‌ثباتي##common.commaListSeparator## اقتصادي محدوديتونه##common.commaListSeparator## د کډوالو ښکېلتیا##common.commaListSeparator## د مسلکي کدرونو هېواد کې د ساتلو تګلارې##common.commaListSeparator## مسلکي پرمختګ

##article.abstract##

دا کيفي څېړنه په افغانستان کې د مغزونو  د فرار (Brain Drain) اساسي لاملونه څېړي او په هېواد کې د مسلکي او د وړتیا درلودونکو کدرونو  د پاتې کېدو لپاره عملي تګلارې وړاندې کوي. په دې څېړنه كې د هغو ۳۳ افغان مسلکي کدرونو سره ترسره شوې  ژورې مرکې تحليل شوي، چې دا مهال په بېلابېلو هېوادونو کې هستوګن دي. دا څېړنه څرګندوي چې د هېواد څخه د پوهه او مسلکي وګړو د وتلو عمده لاملونه عبارت دي له: سياسي بې‌ثباتۍ ، د ژوند ټيټ کيفيت، توکميز تعصب، اقتصادي ستونزې، فردي ناامنۍ، د مسلکي پرمختګ د فرصتونو نشتوالی، او راتلونکی نامعلوم حالت. په څېړنه کې د ګډونوالو کيسې د مغزونو  د فرار  څو‌ اړخيزه  طبیعت انځوروي او پر دې ټينګار کوي چې په بېړنۍ توګه  په سیستمونو کې اصلاحاتو ته اړتيا ليدل کیږي.

د دې څېړنې له مخې، د مغزونو  د فرار د مخنيوي لپاره ګڼې عملي لارې وړانديز شوې دي چې په دې کې  د سياسي ثبات او اغېزمنې حکومتولۍ پياوړتيا، د عامه خدمتونو او زېربناوو د کيفيت لوړول، د تبعيض پر ضد د قوانينو جدي پلي کول، د کاري او اقتصادي فرصتونو پراختیا ، او په  بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو له مهارتونو او ظرفيتونو څخه ګټه اخيستل، شامل دي. څېړنه ټينګار کوي چې ياده ستونزه يوازې هغه وخت حل کېدای شي، کله یې  چې د حل لپاره يو جامع، همغږی او څو‌سکتوريزه چلند غوره کړی شي، تر څو په پايله کې د افغانانو د شخصي او مسلکي پرمختګ لپاره يو سالم او هڅوونکی چاپېريال رامنځته شي.

دا څېړنه د پاليسۍ جوړوونکو، پراختیایي  کارپوهانو او څېړونکو لپاره عملي  تصورات او لید لورې وړاندې کوي، څو د افغانستان د بشري پانګې بنسټ پياوړی کړي او د هېواد د دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2025-06-29