د افغانستان د دولتي پوهنتونونو څخه د مغزونو تېښته: د کډه شوو استادانو تجربو ته تحلیلي کتنه
##semicolon##
https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n47.2025##semicolon##
د مغزونو تېښته##common.commaListSeparator## افغانستان##common.commaListSeparator## دولتي پوهنتونونه##common.commaListSeparator## د استادانو کډوالي##common.commaListSeparator## تیماتیک تحلیل##common.commaListSeparator## علمي آزادي##common.commaListSeparator## سیاسي بېثباتي##article.abstract##
د افغانستان د دولتي پوهنتونونو څخه د علمي کادرونو کډوالي د ۲۰۲۱ کال د اګست له سياسي بدلون را وروسته ډېره شوې ده، چې د هېواد د لوړو زدهکړو نظام يې د جدي ننګونو سره مخ کړی دی. دا کيفي څېړنه د استادانو د کډوالۍ تر شا لاملونه، ژوندۍ تجربې، او د دې بهیر د اصلي اغېزو ارزونه كوي. څېړنه د ۱۱ هغو پوهنتوني استادانو سره د نيمهساختماني مرکو پر بنسټ ترسره شوې، چې له هېواده بهر کډه شوي دي.
د موندنو تحلیل د براون او کلارک) ۲۰۰۶) د تیماتیک تحلیل پر بنسټ ترسره شوی، چې پایلې یې د شخصي، سازماني، او ملي کچو له اړخه ويشلی شوي دي. د څېړنو پایلو وښوده چې سیاسي بېثباتي، اقتصادي ناامنۍ، د علمي آزادۍ محدودیت، او د کورنۍ د امنیت اندېښنې د استاذانو د کډوالۍ مهم عوامل دي. ګډونوالو همداراز ټیټ معاشونه او د څېړنې د فرصتونو نشتوالی هم د فشار د اصلي عواملو د جملې څخه وبلل.
د تجربه لرونکو استادانو وتلو، د زدهکړې کیفیت او اداري پوهه كمه كړې، او همداراز د پوهنتونونو څېړنیز ظرفیت یې کمزوری کړی دی. د دې منفي اغېزو د کمولو لپاره، دا څېړنه د افغانستان د حکومت، د پوهنتونونو د رهبرۍ، او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو سپارښتنه کوي. په ځانګړي توګه څېړنه سپارښتنه كوي چې د لوړو زدهکړو له لارې باید اداري امنیت پیاوړی شي، اقتصادي امتیازات بايد لوړ شي، علمي آزادي خوندي شي او د مسلکي ودې فرصتونه پراخه شي.
همداراز، دا څېړنه د افغان اکادمیک ډایسپورا د ښکېلتیا ارزښت ته اشاره کوي، او وړاندیز کوي چې پدغه تسلسل كې دې د پوهې او علمي تبادلې د پروګرامونو بهيرونه، مجازي همکارۍ، او لنډمهاله علمي پروژې پیل شي.
که څه هم د دغو سپارښتنو پليکولو ته مالي محدودیتونه او سیاسي نامعلوم حالتونه خنډ کېدای شي، خو د هغوی تدریجي پلي کول کولای شي د افغانستان د لوړو زدهکړو نظام ثبات او بیا رغونې طرف ته بوځي.