د مغزونو د تېښتې او د پيسو د لېږد د ګټې او تاوان تحلیل: د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره د ستراتیژیکو لومړیتوبونو تعریفو

##article.authors##

  • پوهنمل ډاکټر عبدالله صادق سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • عزت الله زهیر سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • صفی الله شینواري سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n48.2025

##semicolon##

د مغزونو تېښته##common.commaListSeparator## د پيسو لېږد##common.commaListSeparator## د مهارت لرونکو کدرونو کډوالي##common.commaListSeparator## اقتصادي پرمختګ##common.commaListSeparator## سیاسي بې‌ثباتي##common.commaListSeparator## بشري پانګه##common.commaListSeparator## د حکومتدارۍ اصلاحات##common.commaListSeparator## دوامدار پرمختګ##common.commaListSeparator## ټولنیزې-اقتصادي ننګونې

##article.abstract##

دا څېړنه په افغانستان کې د مغزونو  د تېښتې او د کډوالو له لورې هېواد ته د پیسو د رالېږلو (Remittances) تر منځ د ګټې او تاوان مقایسه کوي. او هڅه کوی چې  د دې ټولنيزې اقتصادي اغېزې او د دوامداره پرمختګ لپاره یې استراتېژيکې پایلې وارزوي. په دې څېړنه کې د ګډ میتود (Mixed-Methods)  څخه ګټه اخیستل شوې ده، چې پکې هم د کيفي موضوعي تحليل او هم د کمي رېګريشن ماډلونو له لارې، د مسلکي کډوالۍ،  د بهر څخه د پیسو د لیږد، او عمومي اقتصادي فعاليت  )لکه ناخالص کورنی تولید – GDP او د بشري پانګې وده( ترمنځ اړيکې څېړل شوي دي.

د معلوماتو په راټولولو کې د بېلا بېلو سرچينو لكه د نړيوالو راپورونو، علمي څېړنو او نړیوالو معلوماتي  ډیټابیسونو څخه ګټه اخیستل  شوې، څو د کډوالۍ او د بهر څخه د پیسو د لیږد  د بهيرونو يو هر اړخيز انځور وړاندې کړل شي.

د څېړنې پايلې ښيي چې سياسي بې‌ثباتي، محدود کوونکې پاليسۍ، او د مسلکي ودې نشتون د مغزونو د  تېښتې اساسي  لاملونه دي، چې د افغانستان اقتصادي  ثبات او وده زيانمنوي. سره له دې چې رېمېټنس (بهرني عایدات) د GDP په لوړولو او د بېوزلۍ په کمولو کې مثبته ونډه لري، خو يواځې پر همدې تکیه كول د اوږدمهالې  اقتصادي  کمزورۍ  لامل ګرځي.

دا څېړنه پدې ټينګار کوي چې د  مغزونو د تېښتې د مخنيوي لپاره بايد د حکومتولۍ په اصلاحاتو كار وشي، مسلکي کدرونه په هېواد کې  وساتل شي، او د داسې تګلارو پلي کولو ته لومړيتوب ورکړل شي چې بهرني عايدات د تولیدي پانګونو پر لور سوق کړي. د دې څېړنې موندنې د افغانستان د دوامداره پرمختګ، د  مغزونو د تېښتې د ستونزې لپاره د حل لارو او د بهرنیو پیسو د ګټور استعمال لپاره عملي لیدلورې  او  تصورات  وړاندې کوي.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2025-06-29