##about.aboutContext##
سلام یو علمي او تحکیم شوی ژورنال دی چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت لهخوا اکادمیک اعتبار ترلاسه کړی دی او د (0049-21-RCTD-PNJR) شمېرې سره ثبت شوی دی. دا ژورنال لاندې ISSN شمېرې لري: ISSN 3078-9583 (Online) او ISSN 3078-9575 (Print). دغه مجله د ټولنیزو علومو په برخه کې علمي مطالب د تحکیم له پروسې وروسته خپروي.
سلام یو آنلاین ژورنال دی چې د همتا ارزونې (peer-reviewed) لاندې راځي او په بېلابېلو ژبو خپرېږي. د دې مقالو ته لاسرسی وړیا دی او د خپرونې لګښتونه یې ډېر کم دي. دا ژورنال د افغانستان دننه او له هېواده بهر پیژندل شوی دی او مقالې پکې په چټکۍ سره خپریږي. موږ یو تحقیقي پلیټفارم برابر کړی دی چې څېړونکي او پوهان خپل علمي موندنې او لاسته راوړنې له نورو سره شریک کړي. د سلام مقالې د نړۍ د وتلو او مشهور اندیشمندانو تر څار لاندې خپرېږي. دا ژورنال محققینو ته دا زمینه برابروي چې خپلې مهمې څېړنې خپرې کړي. سلام یو علمي، د همتا لهخوا ارزول شوی، غیرانتفاعي او دوهواري (نیمسالنی) ژورنال دی چې په ټولنیزو علومو تمرکز لري.
##journal.currentIssue##