په اسلام کې د ښځې سیاسی حقوق
##semicolon##
https://doi.org/10.64104/v2.Issue3-4.n2.2012##semicolon##
ښځې##common.commaListSeparator## اسلام##common.commaListSeparator## سیاسی حقوقو##common.commaListSeparator## شوری##common.commaListSeparator## بیعت##common.commaListSeparator## جهاد##article.abstract##
ښځه د اسلام په مبارک دینکې داسې یو مکرم او عزتمند مخلوق دی لکه څنګه چه نارینه مکرم او عزتمند دی، په عزتمندۍ او انساني کرامت کې دښځې او نارینه تر مینځ کوم توپیر نشته، او کوم فطري او خلقتي تفاوتونه چه دښځې او نارینه ترمینځ شته هغه دیو او بل دتکامل په خاطر دي، او ددې په خاطر دی، چه په کور او ټولنه کې کارونه دهغوی دفطری خصوصیتونو په اساس تقسیم شي، کوم چه داستطاعت (وس) او توانمندی ټکی(اصل) پکې نغښتی دی، نارینه او ښځه دواړه دښو کارونو په بدل کې (په یوه ډول) ثواب مومي، او دواړه عمومي شرعي مکلفیتونو ته یوشان ځواب ورکونه لری، الله پاک فرمایی: (أَنِّي لَا أُضِيعُ عَمَلَ عَامِلٍ مِنْكُمْ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى)، ترجمه: زه دعمل کوونکی عمل که نارینه وي او که ښځه نه ضایع کوم. او الله پاک فرمایی: (وَمَنْ يَعْمَلْ مِنَ الصَّالِحَاتِ مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَأُولَئِكَ يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ) ترجمه: څوک چه صالح او ښه کارونه وکړي، نارینه وي او که ښځه، چه هغه مؤمن وي نو همدوی جنت ته ننوزي. او الله پاک فرمایی: (مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً) ترجمه: څوک چه صالح عمل وکړي، نارینه وي او که ښځه چه هغه مؤمن وي نو هغه ته به ښه ژوند ورکړو.
[1] دآل عمران سورت، ۱۵۹ شمیره آیت.
[2] دالنساء سورت، ۱۲۴ شمیره آیت.
[3] د النحل سورت، ۹۷ شمیره آیت.