د افغانانو په ناقانونه کډوالۍ کې د جاذبه او دافعه عواملو یو مشترک تحلیل: تیوریکي لیدلوري او پالیسوي غوښتنې

##article.authors##

  • پوهنمل فياض ګل مظلوم یار Nangarhar University image/svg+xml لیکوال
  • عبادالله امیر د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n51.2025

##semicolon##

ناقانونه کډوالي##common.commaListSeparator## افغانستان##common.commaListSeparator## د دفعې او جذب عوامل##common.commaListSeparator## د کډوالۍ تیورۍ##common.commaListSeparator## راستنیدونکي کډوال##common.commaListSeparator## پالیسوي مداخله

##article.abstract##

ناقانونه کډوالي  لا هم په افغانستان کې یوه جدي ټولنیزه، اقتصادي او سیاسي ستونزه ده، چې د اصلي او کوربه دواړو هېوادونو پر وضعیت د پام وړ اغېزې لري. که څه هم  په دې موضوع ګڼې څېړنې ترسره شوې دي، خو لا هم د افغان کډوالۍ د  دافعه او جاذبه اصلي عواملو په اړه، په ځانګړې توګه له تیوریکي او نظري اړخه، پوره وضاحت شتون نه لري. همدې تشې ته په کتو، دا څېړنه هڅه کوي چې د کډوالۍ د تحلیل لپاره پېژندل شوې تیوري ګانې ، لکه د لي د دفعې او جذب تیوري  (Lee’s Push-Pull Theory)، د وابستګۍ (اتکاء)  تیوري  (Dependency Theory)، او د کارکرد گرایی  یا د ټولنیز وظیفوي جوړښت تیوري  (Functionalism) سره مدغم کړي، تر څو د افغاني کډوالۍ ټولنیز، اقتصادي او سیاسي محرکات په ژور ډول وڅېړي.

په دې څېړنه کې، د مخلوطو مېتودونو (Mixed-Methods) څخه ګټه اخیستل شوې، او معلومات د ځانګړې پوښتنپاڼې او ژورو مرکو له لارې راټول شوي دي، چې د ایران، پاکستان او مشخصو اروپايي هېوادونو څخه راستنو شوو ۱۵۰ تنو  کډوالو پکې برخه اخیستې وه.

د څېړنې موندنې څرګندوي چې اقتصادي ناخوالې، نا امني، او د ټولنیزو خدمتونو نشتوالی، د دفعې  هغه عوامل (Push Factors)  دي چې خلک كډوالۍ ته اړ باسي. له بلې خوا، په کوربه هېوادونو کې د کاري فرصتونو شتون، د ژوند د شرایطو ښه والی، او ټولنیز ثبات، د جذب هغه عوامل (Pull Factors) دي چې خلك کډوالۍ ته هڅوي. سربېره پر دې، د څېړنې د پایلو پر اساس راستانه شوي کډوال له اقتصادي او ټولنیزو محدودیتونو سره هم لاس او ګرېوان دي، او دا حالت د دوی د بیاکډوالۍ احتمال لا زیاتوي.

په پایله کې، دا څېړنه پر دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې باید په جدي توګه د دوامداره پرمختګ لپاره اغېزمنۍ پالیسۍ جوړې کړی شي،  او سیمه‌ییزې همکارۍ  باید پیاوړې کړی شي، تر څو د کډوالۍ بهیر په مؤثره توګه  مدیریت کړی شي. د څېړنې پایلې، هغو پالیسي جوړوونکو ته ارزښتناک   تصور وړاندې کوي، چې غواړي د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د راستنو شوو کډوالو د ملاتړ لپاره، پر شواهدو ولاړې ستراتیژۍ طرحه او تطبیق کړي.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2025-06-29