د کارمندانو پر تولیدي وړتیا د بشري سرچینو په مدیریت کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوځایوالي اغېز: د افغانستان د غیر دولتي مؤسسو یوه څېړنه

##article.authors##

  • عزت الله زهیر سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال
  • ډاکتر عبدالله صادق سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v9.SecondRound.Issue.6.n6.2024

##semicolon##

معلوماتي ټکنالوژي##common.commaListSeparator## د کارمندانو تولید##common.commaListSeparator## ټکنالوژۍ پر بنسټ د HR کړنلارې##common.commaListSeparator## IT نوښتونه##common.commaListSeparator## IT بنسټیزې زیربناوې##common.commaListSeparator## د HR مسلکي کسان##common.commaListSeparator## افغانستان##common.commaListSeparator## غیر دولتي ادارې

##article.abstract##

د کارمندانو پر تولیدي وړتیا د بشري سرچینو په مدیریت کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوځایوالي اغېز: د افغانستان د غیر دولتي مؤسسو یوه څېړنه دا څېړنه د افغانستان د غیر دولتي ادارو په چوکاټ کې د کارمندانو د تولیدي ظرفیت په لوړولو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) رول تحلیلوي. څېړنه پر هغو بنسټیزو برخو تمرکز کوي چې عبارت دي له: د معلوماتي ټکنالوژۍ پر بنسټ د بشري سرچینو کړنلارې، د IT پوهه، د IT پر بنسټ  نوښتونه، او د IT بنسټیز زیربنایي جوړښتونه. څېړنې میتود کمیتي دی، او د سروې پر بنسټ ولاړه ده، او معلومات له هغو مسلکي کسانو څخه راټول شوي چې د افغانستان په مخابراتي، بانکدارۍ او لوړو زده کړو په سکتورونو کې د بشري سرچینو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې کار کوي. ټولټال ۲۰۶ معتبرې او د شننې وړ پوښتنلیکونه ترلاسه شوي دي. د څېړنې پایلې څرګندوي چې د معلوماتي ټکنالوژۍ پر بنسټ د بشري سرچینو مدیریت د کارمندانو سره د تولید د زیاتوالي په برخه کې د پیاوړو او مثبتو اړیکو څرګندونه کوي، او دا ډول مدیریت د HRM  د پروسو په اسانتیا کې مهم رول لري. همداراز، په کارمندانو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند پوهه هم د تولید پر کچې د مهم او مثبت اغېز څرګندونه کوي، چې د کارمندانو د IT په میدان کې د  وړتیاوو ارزښت ته اشاره کوي. خو په مقابل کې، د معلوماتي ټکنالوژۍ نوښتونه او زیربنایی جوړښتونه د احصایې له پلوه مهم رول نه لري، دا پایله دا څرګندوي چې ممکن د دوی تاثیرات غیر مستقیم یا د سازماني شرایطو پورې تړلي وي. د څېړنې له موندنو څخه دا پایله اخیستل کېږي چې د IT پر بنسټ د HR سیسټمونو پلي کول او د کارمندانو  د معلوماتي ټکنالوژۍ پوهه لوړول د سازماني پایلو د ښه والي لپاره ستر اهمیت لري. له همدې امله، وړاندیز کېږي چې د افغانستان غیر دولتي ادارې باید د IT پر بنسټ د بشري سرچینو د مدیریت پیاوړتیا او د کارکوونکو د IT مهارتونو  لوړولو ته لومړیتوب ورکړي. سربېره پر دې، راتلونکې څېړنې باید د معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښت او بنسټیز جوړښت د اغېز د دقیقو میکانیزمونو په تشخیص تمرکز وکړي، او د افغانستان د ځانګړي سازماني چاپېریال نور مهم فکتورونه هم تحلیل کړي.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2024-12-31