په اسلامی شریعت او قانون کې د حبس مشروعیت تاریخی بهیر موخې او اغیزي
DOI:
https://doi.org/10.64104/v4.Issue7-8.n2.2019کلمات کلیدی:
حبس, مشروعیت, تعزیری جزا, قانونچکیده
الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید ا لانبیا والمرسلین وعلی اله وصحبه اجمعین وبعد
اسلامی شریعت د ژوند د یوه بشپړ نظام په توګه د انسانانو ټولې چارې تنظیموی، او انسان هم په خپله یو ټولنیز وګړی دی ، چې په یوازې توب سره ژوند او چارې مخ ته نشی وړی ، طبیعی ده چې له نورو سره به راشه درشه را کړه ورکړه ناسته ولاړه کوی ، او په دې لړ کی به کله کله د مصالحو ، منافعو ټکر راځی ، آن تردې چې یو دبل په حقوقو باندې تیری او تجاوز کېږي، نو ځکه اسلامې شریعت د ټولڼې د ښه نظم ، د حقوقو تامین او خوندي ساتلو لپاره یو لړ جزا ګانې هم ټاکلی دی چې په ټوله په دوه برخه ویشل کیږی حدود او تعزیرات
حبس د تعزیری جزا په توګه، د ارج مرج ، تعدی او تجاوزد مخنیوی لپاره په شریعت او بشری نافذه قوانینو کې له اوږدې مودې مشروع او دود دی ، او د ټاکلو موخو د لاسته راوړلو لپاره مشروع ګڼل شوی ، ددې سره سره په فرد او ټولڼه څه مبثت او منفې اغیزې هم کوي ، دا بحث می په د موخو او اغیزو دبیان په موخه راټول کړی ، ترڅو لوستونکو ته جوته شی چی ترکومه بریده دا موخه لاسته راغلی ، او په رېښتیا هم محابسو د فرد په ټولنیز جوړښت ، او اخلاقی سمون څه اغیز کړی او که د کرکې ، نفرت ، ټنبلی ، په مراکزو اوښتی
زما مینه داوه چې یو میدانی بحث یا څېړنه ترسره کړم ، او دوخت د تنګوالی، او له محابسو څخه له نږدې لیدنه ، له بندیانو مرکې او د زړه خواله کول هم په اسانی سره نه ترسره کېدل، په دې برخه رسمی دولتی اجازې ، منډې ترړې هم یو لوی درد سر او د واقعی بحث په لاسته را وړلو کې یو خنډ ګڼل کیږی
زمونږ هیواد کې ستونزې بې شمېره دي، دا کلی او سیمه به نه وی چې یا خپله او یا ېې خپل او خپلوان د زندان د تمبو تر شاه شپې او ورځې نه وي تېرې کړې،نو که دا بحث ولوستل شي، کېدایشي د حبس د موخو او واقعیت تر منځ واټن ورته څرګند شی.