مبارزه سید جمالالدین افغانی علیه استبداد و استعمار
DOI:
https://doi.org/10.64104/v3.Issue5-6.n5.2014کلمات کلیدی:
استبداد, استعمار, سید جمال الدین افغانی, مبارزهچکیده
استبداد څه ته وايي؟
عبد الرحمن الکواکبی په خپل یو ډیر پیاوړي کتاب (طبائع الاستبداد ومصارع الاستعباد) کی د استبداد تعریف داسی کوي: (استبداد په خپلی رأی د انسان مغروریدلو، او د نصیحت د منلو څخه د ځان لوړ ګڼلو، د ګډو حقوقو او رأی په اړه ځان مستقل ګڼلو ته ویل کیږي) او وايي چی کله استبداد مطلق ذکر شي نو له هغه څخه د حکومتونو استبداد مراد وي، ځکه چی د هغه تاوانونه دومره زیات او څرګند دي چی د ټولو ژوندیو مخلوقاتو تر منځ د انسان څخه تر ټولو بد بخته او شقی مخلوق جوړوي.
د سیاست په اصطلاح کی استبداد د کواکبی له نظره دی ته ویل کیږي چی یو فرد او یا یوه مجموعه د ملت د حقوقو او د رعیت سره اړونده کارونو کی د خپلی خوښی (نه د عدل او شوری) پر بنسټ هر ډول تصرف وکړي، او د نتائجو، محاسبی او جزاء هیڅ ویره ورسره نه وي.
کواکبی د خپل وخت ټولنی د استبداد له پلوه په دوه ډوله ویشي، یو هغه ټولنې دي چی په هغه کی حکومت په خپلو تصرفاتو کی د نظام په کوم ټاکلی شکل ځان مکلف نه ګڼي، د بیلګی په توګه نه ځان د کوم شریعت په تطبیق مکلف ګڼي، نه د کوم تقلیدی طرز حکومت څخه تقلید کوي او نه د ملت اراده د ځان لپاره مثال ګڼي، دی ته (مطلق العنان) یا (بی واګی) حکومتونه ویل کیږي، او بل هغه ټولنی دي چی په هغه کی خو په ښکاره حکومت د پورتنیو اشکالو څخه په یو شکل ځان مکلف ګڼي او د هماغی پر بنسټ خپل قدرت او صلاحیت مقید ګڼي مګر د خپل نفوذ او تسلط له امله د هغه قید اثر له منځه وړي او هغه څه کوي چی زړه یې غواړي، په دی کی اوسنۍ ټولی مشروطه بادشاهۍ او جمهوري حکومتونه شامل دي