ښه حکومت داری د معاصر سیاسی فکر په رڼا کی

##article.authors##

  • پوهنوال ډاکټر مصباح الله عبدالباقی سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v4.Issue7-8.n1.2019

##semicolon##

ښه حکومت داری##common.commaListSeparator## سیاسی فکر##common.commaListSeparator## دیموکراسی##common.commaListSeparator## استبدادی تعامل##common.commaListSeparator## قانون

##article.abstract##

ښه حکومت داري لکه څرنګه چی د پرمخ تللو هیوادونو لپاره مهمه ده همدا راز د مخ پر وده هیوادونو لپاره هم مهمه ده، ښی حکومت دارۍ ته یو لړ اداری له اقتصادي نظره ګوري او شمیر نوری اداری ورته له سیاسی منظر څخه ګوري، خو له دی دواړو له نظره په ښه حکومت دارۍ کی بنسټیز عناصر د استبداد راکمول، د انتخاب له لاری حکومتونه جوړول، د ټولنی ټول وګړي او په ځانګړی توګه ضعیفه طبقه د خپل ژوند په اړه تصمیمونو او فیصلو کې شریکول، په عادلانه توګه د هیواد ټولو اتباعو ته د خپلو استعدادونو څخه د کار اخیستلو فرصتونه مهیا کول، ښه او مناسبه قانون جوړونه او د قانون بی پری تطبیق، د قانون پر وړاندی د ټولو خلکو برابري، ددی ترڅنګ د مالي، اداري، او سیاسي فساد پر ضد مبارزه کول دي، او دا چې اصلا د اقتصادي پرمختګ بنسټیزه موخه بشري دوامدار پرمختګ لاس ته راوړل دي، همدا اصلي پرمختګ دی، که د انسان ژوند مثبت لور ته بدلون ونه مومي نو که یو هیواد هر څومره زیرمی او پیسی ولري هغه په حقیقت کې پرمخ تللی نه دی.

ښه حکومت داري رامنځ ته کول یواځی د حکومت کار نه دی، بلکه په دی کار کی ورسره نور شریکان هم شته چی مهم یې مدني ټولنی او د خصوصي سکتور اداری دي، ښه حکومت داري یوازی د عامه اداری پوری هم تړاو نه لري بلکه شرکتونه،  د خصوصي سکتور اداری او مدني ټولنی اداری هم ښه حکومت دارۍ ته اړتیا لري، او په پای کی په دی خبره شوی چی د ښه حکومت دارۍ بنسټیزه موخه او هدف د دوامدار بشري پرمختګ رامنځ ته کول دي.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2019-12-07