په اسلام کې د ښځې مقام
##semicolon##
https://doi.org/10.64104/v3.Issue5-6.n6.2014##semicolon##
ښځې##common.commaListSeparator## مقام##common.commaListSeparator## جاهليت##common.commaListSeparator## تقوی##common.commaListSeparator## حقوق##article.abstract##
سره له دې چې پرته له ښځې انسانیت نه بشپړ کیږي بیا هم بې له شکه د انساني تاریخ په اوږدو کې ښځه د ډول، ډول ناورینونو او راز، راز بد مرغیو، تېریو او کړاوونو سره مخ شويده.
سره له دې چې ښځه د انسان د روزنې لمړنۍ زانګو او مهربانه غیږ ئې د ماشوم لپاره د سکون او آرام څړ ځای دی، خو بیا هم د تاریخ د بیلابیلو پړاونو او د ځمکې په ګوټ، ګوټ کې د ژوند په هر ډګر کې زوریدلې ، او کړیدلې ده.
له دې سره چې د ژوند د ترخو شیبو پر مهال د سرښندنې په ډګر کې له سړي څخه پاتې نه ده خو د پیرزوینو او لورینو پر مهال ولې هیره شي؟ که څه هم د ویر او ماتم څپې لمړی د همدې پر مخ لږیږي خو د خوشحالیو او سوکالیو پر مهال څنګه پاتې وي؟
ولې د پیټي او بار پر مهال د ټولنې سره اوږه په اوږه خو د خوښیو په شیبو کې محرومه او بار وګڼل شي؟
هو! ښځې دا ټول زیارونه او زحمتونه ګاللي دي خو بیا هم په بیلابیلو مدنیتونو او پړاوونو کې ئې د جاهلیت د تیارو تېریو څخه د آرام ساه ونه کښله او نه د هوسا ژوند څښتنه شوه.
خو د ښځې د نیکمرغۍ سهار هغه مهال روڼ شو کله چې د حجاز په افق د اسلام لمر څرک وواهه او د خپلو مهربانه وړانګو په خپرولو سره ئې د جاهلیت تورې تیارې روښانه کړې.
محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبعوث شو، دنیا بدله شوه او د کفر او وحشت ټغر د تل لپاره ټول شو.
هر چاته خپل حق ورسید، ښځه مور شوه، ښځه خور شوه، ښځه لور شوه، ښځه د ژوند ملګرې او خوږه میرمن شوه او په هیچ ډګر کې محرومه نه شوه.