علمي کډوالي: د افغان ښځینه علمي کدرونو د کډوالۍ د عواملو سپړونکې د ځانګړې قضیې څېړنه
##semicolon##
https://doi.org/10.64104/v10.Issue17.n50.2025##semicolon##
ښځینه استادان##common.commaListSeparator## کډوالي##common.commaListSeparator## جبري بېبرخېتوب##common.commaListSeparator## آزادي##common.commaListSeparator## علمي ستونزې##article.abstract##
دا مقاله هغه عوامل څېړي چې د ښځینه افغان استادانو او څېړونکو د کډوالۍ سبب شوي دي. د پخوانیو څېړنو ارزونه ښيي چې مهاجرو شوو ښځینه افغانو استادانو ته په علمي ډګر کې کمه پاملرنه شوې او د هغوی غږ ډېر لږ اورېدل شوی دی. د دې تشې د ډکولو لپاره، دا څېړنه د مشخصې قضیې د تفسيري او کيسه يي مطالعې د میتود سره سمه ترسره شوی چې په پایله کې یې درې داسې اصلي موضوعات موندلي چې د کډوالي د پرېکړې تر شا مهم عوامل بلل کېږي.
د استادانو سره مرکې ښيي چې دغه استادانې د درې عمده ستونزو سره مخ شوې وې چې عبارت دي له: د شخصي آزادۍ له لاسه ورکول، د علم، فکر او عمل په ډګرونو کې د ازاد انتقادي نظر کموالی، او دا احساس چې دوی نه په پوهنتونونو کې خپل ځای لري او نه په ټولنه کې.
دا درې موضوعات په دغه مطالعه کې د کډوالۍ اصلي لاملونه وبلل شول. څېړنه دا حالت داسې تشریح کوي، چې دا کډوالي د هغوی له خوا د انتخاب نتیجه نه، بلکې د یو جبري بېبرخېتوب نتیجه وه، یعنې هغوی له خپل علمي او ټولنیز ژوند څخه لرې کړل شول نو له دې امله ګډوالۍ ته اړ شول.