د شورا جوړښت، حکم، کیفیت او الزامیت

##article.authors##

  • ډاکټر مصباح الله عبدالباقي سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/SecondRound.Issue.5.n1.2024

##semicolon##

شورا##common.commaListSeparator## د شورا کیفیت##common.commaListSeparator## د شورا ډګرونه##common.commaListSeparator## د شورا الزامیت##common.commaListSeparator## په اکثریت پرېکړه

##article.abstract##

په دې څېړنه کې د شورا او شورائیت مهمه مسئله څېړل شوې ده. شورا په اسلام کې د ټولنیز ژوند بنسټ دی او د دې بنسټ اهميت هغه مهال لا پسې ډيريږي کله چې د ټولنې د ډېرو وګړو او سیاسي مسئلو پورې تړاو ولري. شورا یو شرعي واجب دی او پر دې د اسلامي امت د علماوو اجماع ده. اسلام د شورا لپاره ډېر پراخه ډګرونه ټاکلي دي، او د مشوره ورکوونکي لپاره يې هم ځانګړنې ټاکلي دي. د شورا د کیفیت په اړه د شریعت لارښوونه دا ده چې د ټولنیزو مسئلو په اړه شورا باید په ټوليزه توګه سرته ورسېږي. په اوسنيو حالاتو کې چې په اسلامي نړۍ کې مجتهد حاکمان نشته، نو د اسلامي شریعت حکم دا دی چې د شورا پرېکړې باید الزامي وي. له شورا وروسته بايد پرېکړهپه اکثریت وشي ځکه اکثریت د اسلامي فقهې له نظره د ترجیح یوه بنسټیزه وسیله ده او د شورائیت په حالت کې پرېکړو ته د رسېدلو لپاره همدا یواځینۍ لاره ده. که په اوسنيو شرایطو کې په همدې شرعي طریقه او د نورو شرعي معیارونو په نظر کې نیولو سره شورائیت حاکم شي، نو ډېرې ستونزې به هوارې شي. دا او دې ته ورته موضوعات په دې څېړنه کې څېړل شوي دي.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2024-09-05