د شاه ولی الله دهلوی او مولانا مودودی د ترجمو د اسالیبو د مقارنی په نتیجه کی د قرآن کریم د ترجمی غوره اسلوب

##article.authors##

  • ډاکټر مصباح الله عبدالباقي سلام پوهنتون‎ image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v1.n4.2011

##semicolon##

غوره اسلوب##common.commaListSeparator## د مقصده معنا ژباړه##common.commaListSeparator## ژباړه##common.commaListSeparator## تحت اللفظی ژباړه##common.commaListSeparator## د امت وحدت

##article.abstract##

د قران کریم د ترجمی په باب په یو وخت کی ډیر شدید اختلاف موجود وه، یو شمیر علماو یواځی دا نه چی د قرآن کریم ترجمه یی حرامه یی ګڼله بلکه په دی باور هم وو چی دا کار ناممکن هم دی، له بله پلوه یی دا په اسلام کی د تحریف یوه پلمه بلله، مګر بیا یو شمیر نورو علماو یواځی دا نه چی د قرآن کریم ترجمه یی واجب ګڼله بلکه دا یی د عربی ژبی څخه پرته د نورو ژبو ویونکو لپاره د اسلامی دعوت د رسولو یوه بهترینه وسیله هم بلله، او داسی ښکاری چی دا اختلاف هغه وخت نور هم پیاوړی شو چی مسلمانانو ولیدل چی د اسلام پر ضد د یو شمیر متعصبو مستشرقینو لخوا د قران ترجمه د خپلو زهرو د شیندلو لپاره استغلالیږی، بیا خو دا اختلاف په دی پای ته ورسیده چی د قرآن کریم ترجمه خو جایز ده، مګر په دی شرط چی ددی لپاره یو لړ داسی شروط وضع کړی شی، چی د قران كريم ترجمه د ناوړه اهدافو لپاره استغلال نه شی.

 ددی ترڅنګه چونکه د قران كريم د ترجمی قضیه یوه خطرناکه قضیه ده، چی په دی کی لږه بی احتیاطی هم الله تعالی باندی د درواغو تړلو مرادف ګرځی، نو بناء په دی کی د شدید احتیاط رعایت کولو ته اړتیا ده، د همدی احتیاطاتو څخه یو هم هغه اسلوب دی چی یو مترجم یی باید د قرآن د ترجمی پر مهال غوره کړی، چی د اسلوب غوره کول پخپله د قرآن د ترجمی په جواز او عدم جواز کی نیغ په نیغه تاثیر او اغیزه لری، له دی امله په دی بحث لیکوال د قرآن کریم دوه ترجمی څیړلی دی چی یوه یی په فارسی ژبه د امام شاه ولی الله دهلوی ترجمه ده چی په فارسی ژبه كي د قرآن کریم د ډیرو دقیقو ترجمو له جملی څخه شمیرل کیږی، او دوهمه یی  په اردو ژبه د مولانا سید ابو الاعلی مودودی ترجمه ده چی دا هم په هغه ژبه كي یوه دقیقه او علمی ترجمه ده، ددی دواړو د ترجمی اسالیب یی څیړلی دی ترڅو ددی مقارنی په نتیجه کی د قرآن کریم د ترجمی لپاره د غوره اسلوب انتخاب وکړی شی.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2011-03-09

##issue.issue##

##section.section##

Articles