د ابو حیان اندلسی د نحوی نقد د نظریی بنسټونه (د البحر المحیط په تفسیر یوه تطبیقی څیړنه)

##article.authors##

  • ډاکټر عبدالصبور فخري Kabul University image/svg+xml لیکوال

##semicolon##

https://doi.org/10.64104/v1.n5.2011

##semicolon##

قرائت‌های متواتر##common.commaListSeparator## د نظریی بنسټونه##common.commaListSeparator## د ابو حیان اندلسی##common.commaListSeparator## د البحر المحیط تفسیر##common.commaListSeparator## تطبیقی څیړنه

##article.abstract##

د ابو حیان اندلسی د نحوی نقد د نظریی بنسټونه (د البحر المحیط په تفسیر یوه تطبیقی څیړنه)

چونکه پخپله قرآن کریم د علم النحو په ایجاد کی بنسټیز رول درلود، او له بلی خوا علم النحو د قرآن کریم په تفسیر کی خورا زیات رول درلود او تر اوسه یی لري، له پیل څخه کله چی علماو د علم النحو قواعد وضع کول، ددی قواعدو لپاره یی بیلا بیل اصول او ضوابط وضع کړل، د علم النحوی د قواعدو د وضع کولو لپاره هری مدرسی د ځان لپاره ځانګړی منهج وټاکه او په ځانګړو اصولو او بنسټونو یی اعتماد وکړ، له دی امله د نحویانو د بیلا بیل مدارس رامنځته شول، چی په دی کی د بصری، کوفی، بغداد، اندلس، مصر او داسی نور مدارس د یادونی وړ دی، بیا د همدی مناهجو او د اصولو د اختلاف له امله د همدی مدارسو ترمنځ اختلاف رامنځ ته شو، او یو د بل نقد او کره کتنه یی پیل کړه، په دی منځ کی داسی علماء هم وو چی د يوی مدرسی پوری یی هم اړه نه درلوده، او څه علماء داسی وو چی یوی ځانګړی مدرسی ته خو منسوب وو خو په ډیرو قضایاو کی به یی د هغی مدرسی سره اختلاف درلود، ددی علماو له جملی څخه یو هم ابو حیان اندلسی وه، د علماء النحو له جملی څخه یو شمیر علماو د نحوی په نظری اړخ باندی ترکیز درلود، او یو شمیر نورو علماو په تطبیقی اړخ ترکیز درلود، ابو حیان د هغه علماو له جملی څخه وه چی د نحوی په تطبیقی او نقدی اړخ یی خورا زیات ترکیز درلود، او په ځانګړی توګه په خپل تفسیر (البحر المحیط) کی، ددی ترڅنګ یی د نحوی په نظری اړخ کی هم ګڼ شمیر کتابونه لیکلی دی، چی ددی جملی څخه (ارتشاف الضرب من لسان العرب) او (شرح تسهیل الامام ابن مالک) او (تذکرة النحاة) او (منهج السالک) او داسی نور مشهور دی، لکه څرنګه موچی وویل ابو حیان په نحوی لحاظ د قران کریم د نصوصو د توجیه په ضمن کی د بیلا بیلو نحوی مدارسو او د نحوی د علماو اراء او افکار نقد کړی دی، چی له دوی څخه مشهور یی ابو عبیدة، اخفش، فراء، جار الله زمخشر، ابن عطیة، عکبري، او ابن مالک دی.

##submission.downloads##

##submissions.published##

2011-03-09

##issue.issue##

##section.section##

Articles