المقدمه
DOI:
https://doi.org/10.64104/الملخص
الحمد لله رب العلمين والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين و على آله وأصحابه أجمعين، أما بعد.
د سلام نړیوال علمي ژورنال دا ګڼه، د موضوعي ژورتیا، علمي ارزښت او ملي اړتیا له پلوه، یوه ځانګړې او فوقالعاده ګڼه بلل کېږي. په دې ګڼه کې هغه علمي مقالې او څېړنې د نشر لپاره راټولې شوې دي چې د بېلابېلو څېړونکو له لوري د «بهرنیو هېوادونو ته د افغانانو کډوالي؛ عوامل، پایلې او حل لارې» تر عنوان لاندې، په ۴ د سرطان ۱۴۰۴هـ ش، چې د ۲۸ ذيالحجة ۱۴۴۶هـ ق سره سمون خوري، باندې په جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کانفرانس کې وړاندې شوې وې. دا کانفرانس د افغانستان له هغو معاصرو او بنسټیزو ننګونو څخه یوې ته ځانګړې شوی و چې ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړخونه لري او د حل لپاره یې سطحي او احساساتي لیدلوري بسنه نه کوي، بلکې ژورو، مستندو او واقعي علمي څېړنو ته اړتیا لري.
بې له شکه، تحقیق او علمي څېړنه د هرې ټولنې د فکري ودې، متوازنې پراختیا او سالمې پالیسي جوړونې بنسټ جوړوي. افغانستان، چې له څو لسیزو جګړو، بېثباتۍ او ټولنیزو بدلونونو تېر شوی، تر بل هر وخت زیات د علمي څېړنو، واقعي تحلیلونو او کره معلوماتو ته اړتیا لري. د هېواد د اساسي ستونزو ـ لکه کډوالي، فقر، بېکاري، تعلیمي ننګونې او ټولنیزې ستونزې ـ په اړه سم درک او د دې ستونزو لپاره د پایدارو حللارو موندل یوازې هغه مهال ممکن دي چې پرې د علمي تحقیق له زاویې کار وشي. څېړنه نه یواځې دا چې ستونزې تشریح کوي، بلکې د حل عملي لارې چارې هم وړاندې کوي او پرېکړه کوونکو مراجعو ته دا زمینه برابروي چې خپلې تګلارې د احساس پر ځای پر شواهدو او علمي موندنو بنا کړي.