د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي محصلینو ته علمي سیمینار وړاندی شو

په ترکیه کی د جنوبي آسیا لپاره د استراتيژیکو څیړنو مرکز معاون محترم جمال دیمیر په ۸/۹/۱۳۹۳ هـ ش چی د ۲۹/۱۱/۲۰۱۴ م سره سمون خوري د سلام پوهنتون په تالار کی د ۹ بجو څخه تر ۱۱ بجو پوری د حقوقو او سیاسی علومو د پوهنځي د سهار د ټایم محصلینو ته د (د ترکیي اوسنی لاس ته راوړنی، او د ترکیي او افغانستان اړیکی) تر عنوان لاندی علمي سیمینار وړاندی کړ، هغی په پیل کی د افغانستان او د افغانستان د خلکو په اړه د ترکيي د خلکو نیکی هیلی څرګندی کړی د هغوي سلامونه یی ورسول او بیا یې وویل:

سیاسی استقرار او اقتصادي پرمختګ په خپل منځ کی نه بیلیدونکی اړیکی لري، په هر هیواد کی چی سیاسي استقرار وجود ونه لري هلته اقتصادي پرمختګ هم وجود نه لري، هغه هیوادونه نه د خپلو وسایلو څخه استفاده کولی شي، او نه په خپلو پښو دریدلی شي، او په اوسنۍ زمانه کی زیات اسلامي هیوادونه په همدی حالت کی ژوند کوي چی ټول وسایل یی د بل چا له لوری کنترولیږي.

په ترکیه کی چی اشتراکي حکومتونه د ډیر پخوا څخه په خلکو مسلط وو د ملت د ستونزو لپاره یې هیڅ ډول حل وړاندی نه کړی شو، د ترکيي ملت د ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان وه، د بیلګی په توګه:

- په ترکیه کی خپل منځي جنګونو جریان درلود، د کردانو (PKK) ګوند او د هغی د کرد نشینو سیمو د ازادۍ خوځښت په قوت سره جریان درلود.

- پولي تورم ډیری لوړی کچی ته رسیدلی وه.

- بی کاري ډیره زیاته وه، د ترکیي زیات ځوانان د بی کاری سره مخامخ وو، د کار زمینه نه وه.

- په نړیواله کچه ترکيي خپل حیثیت د لاسه ورکړی وه، په نړیوالو قضایاو کی يې رول نه درلود.

دا ستونزی ځکه جوړی شوی چی سیاسي استقرار نه وه، د ترکيي ملت ته داسی کاریزماتیک قیادي شخصیت میسر شوی نه وه چی دا ستونزی حل کړي، کله چی په ۲۰۰۲م کی رجب طیب اردوغان په ترکیه کی د چارو واګی په لاس کی واخیستی، سیاسي استقرار رامنځ ته شو، او یو جدي کاریزماتیک شخصیت هم میسر شو، حالات بدلیدل پیل شول،  په هر هیواد کی چی سیاسي استقرار رامنځ ته شي همداسی حالات بدلیدلی شي، او که سیاسي استقرار وجود ونه لري هیڅکله هم اقتصادي پرمختګ نشي رامنځ ته کیدلی، نو هر کله که کوم هیواد اقتصادي پرمخ تګ غواړي نو تر ټولو دمخه باید سیاسي استقرار رامنځته کړي، دلته د هغه لاسته راوړنو څو بیلګی ستاسی په وړاندی ږدم چی د ترکيي ملت په تیرو کلونو کی درلودی:

- په ۲۰۰۲م کی د سړی سر امدن (Per capita income) ۳۰۰۰ امریکايي ډالر وه، دا د سړی سر امدن په ۲۰۱۲م کی (۱۰۵۰۰) امریکايي ډالرو ته رسیدلی دی، او په ۲۰۱۵م کی (۱۵۰۰۰) امریکایی ډالر تخمین شوی دی.

- د تیری پیړۍ په نوي یمه لسیزه کی پولي تورم ۱۰۶٪ ته رسیدلی وه، د رجب طیب اردوغان د یو کال زحمتونو او د غلاګانو د مخ نیوي په نتیجه کی دا کچه یواځي ۷٪ ته راټیټه شوه.

- په ۲۰۰۲م کال کی د ترکيي صادرات ۲۰ میلیارده امریکايي ډالر وو، چی دا په ۲۰۱۲م کی ۱۶۰ میلیارده ډالرو کچی ته ورسید.

- په نړیواله کچه يي د نړۍ په قضایاو کی فعال رول ولوبوه، او ترکیه د یو داسی سیمیز ځواک په حیث مطرح شوه چی د سیمی او نړۍ قضایا د هغی د ګډون څخه پرته نشي فیصله کیدلی.

- د کردانو سره موجود مشکل یی حل کړ، د (PKK) له پلوه روان جګړه یې پای ته ورسوله.

- د دولت د بیلا بیلو څانګو ترمنځ موجود کشمکشونه يې پای ته ورسول، اوردو یې د سیاست څخه لیری کړه، او خپل مسؤولیت ته یی متوجه کړه.

- اساسي قانون یې اصلاح کړ، او داسی تعدیلات یی پکی راوستل چی د ملت هیلو سره یی برابر کړ.

- د محاکمو د اصلاح پروسه یې پیل کړی ده.

اردوغان څرنګه وتوانید چی دا ټولی لاسته راوړنی ولري؟

دا کار ډیر محنت طلبه کار وه، په دی لار کی رجب طیب اردوغان ډیر زحمتونه وګالل، هغوي په دی وتوانیدل چی خپل ملت باندی تکیه وکړي او خپل ملت خپل شاته ودروي او د هغوي تأیید ترلاسه کړي او ددی څخه په استفادی سره دا ټول کارونه سرته ورسوي، اردوغان د یوی فقیری طبقی سره اړیکی لري، او دا اړیکی یې همیشه ټینګی وساتلی، هغه د هیواد د ټولو طبقو د مشکلاتو څخه خبر وه، له دی امله هغه مسایل یې حل کړل چی ټول ملت تری په کړاو کی وه، خلکو ته یې د بیان ازادي ورکړه، د خلکو انتقادونه یی واوریدل.

رجب طیب اردوغان د سیاسي قدرت څخه د خلکو د حقوقو د لاسته راوړلو لپاره کار واخیست، له دی څخه یې د شخصي ګټو د لاسته راوړلو لپاره استفاده ونه کړه، خلک یې ملت سازې ته دعوت کړل، ټول ملت یې په یو هدف راټول کړ او هغه دا چی څرنګه یوه قوي او ځواکمنه ترکیه منځ ته راوړلی شو.

هغه زیاته کړه: رجب طیب اردوغان د پروژی سړی دی، هغه اړتیا ګوري، بیا د هغی لپاره پروژه جوړوي، بیا ملت د هغی ترشا دروي او د لاسته راوړلو لپاره یې وسایل برابروي، او په دی توګه مخ ته ځي، اوس د هغی پروژه دا ده چی د ۲۰۲۳م کاله پوری ترکیه د نړۍ په کچه د هغه لسو هیوادونو په قطار کی ودروي چی په اقتصادي لحاظ تر ټولو ځواکمن هیوادونه بلل کیږي، او ددی لپاره امادګي نیسي.

د افغانستان او ترکيي ترمنځ ډیر ټینګی تاریخي، کلتوري او دیني اړیکي وجود لري، ددی اړیکو د محکمتیا کچه له دی څخه څرګندیږي چی د نوي حکومت (د داکتر صاحب اشرف غنی د حکومت) د تشکیل څخه فورا وروسته چی لومړني رئیس جمهور د افغانستان څخه لیدنه وکړه هغه د ترکيي جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وه، د ترکیي لپاره د افغانستان استقرار او په افغانستان کی د جنګ خاتمه ډیره مهمه موضوع ده، موږ دا ویلی شو چی د افغانستان استقرار په حقیقت کی د نړۍ استقرار نغښتی دی، دلته د بیلا بیلو ملیتونو موجودیت او په ګډه ددی هیواد د ابادۍ لپاره کار کول ددی هیواد په ځواکمنتیا دلالت کوي.

د افغانستان او ترکيي اړیکی د هغه نشست د تقويی په نتیجه کی ډیری پیاوړی کیدلی شي چی د افغانستان، پاکستان او ترکيي ترمنځ موجود دی.

په پای کی محصلینو د موضوع په اړه ارزښتناکی پوښتنی مطرح کړی، او د میلمه لخوا ورته ځوابونه وویل شول، او له هغی وروسته د پوهنځي استاذانو ته فرصت ورکړی شو، سیمینار د سلام پوهنتون د محترم رئیس پوهاند دکتور محمد اسماعیل لبیب بلخي په اختتامي وینا او دعاء پای ته ورسید، هغوي د میلمه څخه مننه وکړه، او محصلین یې د داسی سیمینارونو څخه استفادی ته وهڅول، او په دعاء سره یی مجلس پای ته ورساوه.



د سلام پوهنتون علمی مرستیال میلمه ته ښه راغلاست وايي



ښاغلی جمال دیمیر خپل پریزنتیشن وړاندی کوي



تبصرې:

حبیب الرحمن حکیمی
Oct 31, 2016
د افغانیستان او پاکستان سیاسی اړیکی
ګل احمد
Dec 22, 2014
خوشاله شوم. بریالي اوسئ
خاکسار
Dec 22, 2014
ماشاء الله ، بریالي اوسئ
نوې تبصره:
Men's high value comes from the appearance of rolex replica uk high demand for their own management. They have a breitling replica thin dress, a strip of flesh, seemingly casual but actually in the details reflect the high quality of the omega replica dress. With some exquisite accessories to decorate, whether or tie clip are carefully considered cufflinks on the election, is a piece of men's replica rolex watches sublimation of the whole shape, reflecting the unique personality and high taste.