سلام پوهنتون په هیواد کی د لوړو زده کړو لپاره محترم پوهاند صاحب بابري خدمات وستایل

 

بسم الله الرحمن الرحیم

سلام پوهنتون په هیواد کی د لوړو زده کړو لپاره محترم پوهاند صاحب بابري خدمات وستایل:

د یکشنبی په ورځ چی د ۱۳۹۵هـ ش کال د جدی د میاشتی د ۲۶ می نیټی سره سمون خوری چی د ۲۰۱۷میلادی کال د جنوری ۱۵ نیټه کیږي د سلام پوهنتون د غونډو په تالار کی د یوی درندی غونډی په ترڅ کی د لوړو زده کړو د ترویج  او پرمختګ لپاره د لوړو زده کړو د محترم وزارت د پخواني علمي مرستیال محترم پوهاند محمد عثمان بابري صاحب نه ستړی کیدونکی هلی ځلی او بی لوثه خدمات د سلام پوهنتون د اداری، استاذانو او منسوبینو لخوا وستایل شول.

په غونډه کی د سلام پوهنتون د منسوبینو سربیره د لوړو زده کړو د وزارت د محصلانو د چارو محترم مرستیال پوهاند دکتور بری صدیقي، د کابل پوهنتون پخوانی رئیس او د لوړو زده کړو د وزارت د مقام ستر سلا کار محترم پوهاند حمید الله امین، د لوړو زده کړو په وزارت کی د خصوصی پوهنتونونو او لوړو زده کړو د خصوصي مؤسسات د ریاست محترم رئیس پوهندوي محمد امیر کامه وال، د لوړو زده کړو د وزارت محترم ویاند استاذ فیصل امین هم ګډون درلود.

یاده غونډه د محترم استاذ عبد الله عبد البر صاحب په تلاوت پیل شوه، د تلاوت نه وروسته د سلام پوهنتون رئیس محترم پوهاند دکتور محمد اسماعیل لبیب بلخی میلمنو ته ښه راغلاست ووایه، وویی ویل: سلام پوهنتون  د محترم پوهاند صاحب محمد عثمان بابري د خدماتو درناوی کوي ځکه چی هغوي همیشه کوښښ کړی چی په هیواد کی د لوړو زده کړو بهیر پیاوړی کړي، د لوړو زده کړو په وزارت کی د خپل خدمت په لس کلنه دوره کی یې همیشه کوښښ کړی چی کارونه د قانون په چوکاټ کی پرمخ یوسي، همیشه یې د هر ډول تعصب څخه په پاکه فضاء کی هیواد او هیوادوالو ته خدمت کړی، په داسی یوه فضاء کی چی هر لور ته د مالي او اداري فساد بازار ګرم دی محترم بابري صاحب د یو پاک انسان په حیث شهرت لري، او همدا نیک شهرت دی چی دوی یې د خلکو په زړونو کی ژوندی ساتلی، محترم بلخی صاحب همدا راز په هیواد کی د لوړو زده کړو د بهیر د پیاوړتیا لپاره محترم پوهاند بری صدیقی صاحب، د محترم پوهاند حمید الله امین صاحب، محترم پوهندوی محمد امیر کامه وال صاحب او محترم استاذ فیصل امین صاحب د خدماتو یادونه او ستاینه هم وکړه.

له دوي وروسته د لوړو زده کړو د محصلینو د چارو مرستیال محترم پوهاند دکتور بری صدیقي صاحب د لوړو زده کړو په وزارت کی د محترم محمد عثمان بابري صاحب په یو لړ خدماتو رڼا واچوله، هغوي وویل: زه د سلام پوهنتون چی زموږ د معتبرو پوهنتونونو له جملی څخه دی مننه کوم چی دا پروګرام یې ترتیب کړی، هغوي زیاته کړه: هغه وخت چی بابري صاحب ته په وزارت کی د علمي معینیت چاری وسپارل شوی په وزارت کی ډیر څه موجود نه ؤ، محترم بابري صاحب په هیواد کی د لوړو زده کړو د بهیر په چټکتیا او علمي بنسټونو باندی په درولو کی لویه ونډه لري، دوي د وزارت د تقنینی اسنادو په برابرولو، د وزارت د لومړي او دویم استراتیژیک پلانونو په جوړولو او پلی کولو کی بنسټیزه ونډه درلوده، د کانکور د پروسی د شفافیت د محترم بابري صاحب یوه بله لویه لاس ته راوړنه وه، محترم بری صدیقی صاحب یادونه وکړه چی پوهاند صاحب بابري د لوړو زده کړو په وزارت کی د خپل اداري وړتیا او لیاقت پر بنسټ ډیر زیاتی لاس ته راوړنی درلودی، د لوړو زده کړو وزارت به ددوي خدماتو تر مودو یاد ساتي.

د محترم پوهاند بری صدیقی صاحب د وینا نه وروسته د سلام پوهنتون د رئیس محترم پوهاند محمد اسماعیل لبیب بلخی له محترم پوهاند محمد عثمان بابري ته د سلام پوهنتون له خوا جوړ شوی (ستاینلیک) ورکړی شو.

د غونډی په پای کی بابري صاحب د سلام پوهنتون مننه وکړه او ویي ویل: که د لوړو زده کړو کی کومه لاس ته راوړنه وي نو هغه د هغه ټولو ورونو او خویندو د کوښښونو نتیجه او ثمره ده چی د لوړو زده کړو د کورنۍ سره تړلی دي، هغوي وویل: سره له دی چی د لوړو زده کړو په مخ کی به ډیری ستونزی وي، موږ به ډیری کمی لرو مګر الحمد لله کله چی پخوانیو کلونو ته ګورو نو وینو چی د تیرو وختونو په پرتله موږ ډیر مخکی یو، ددی معنی دا ده چی پرمختګ شته دی، هغوي ددی یادونه هم وکړه چی موږ سره له دی چی وروسته پاتی یو مګر په څه میدانونو کی د ګوانډیو هیوادونو څخه مخکی یو، د بیلګی په توګه د کیفیت د تضمین  اداره د منځنی آسیا په ډیرو هیوادونو کی وجود نه لري، همدا راز په پاکستان کی له موږ څخه دوه دری کاله مخکی پیل شوی، هغوي زیاته کړه د سلام پوهنتون تقدیر زما معنویات نور هم لوړ کړل او ژمنه یې وکړه چی همیشه به د هیواد او هیوادوالو په خدمت کی وي.

غونډه د محترم دکتور رفیع الله عطاء د سلام پوهنتون اداري مرستیال په دعاء سره پای ته ورسیده. 










تبصرې:

نوې تبصره:
Men's high value comes from the appearance of rolex replica uk high demand for their own management. They have a breitling replica thin dress, a strip of flesh, seemingly casual but actually in the details reflect the high quality of the omega replica dress. With some exquisite accessories to decorate, whether or tie clip are carefully considered cufflinks on the election, is a piece of men's replica rolex watches sublimation of the whole shape, reflecting the unique personality and high taste.